د عراق په پلازمېنه بغداد کې د لاریون دوام، نن جمعه د (د تلې په ۱۲مه) د څلورم ځل لپاره په سلګونه تنه معترضان واټونه راووتل، خو دا ځل د پولیسو له توند غبرګون سره مخ شول.
د رپوټونو پر بنسټ، د عراق پولیسو پر لسګونو تنو مخامخ ډزې وکړې.
دغه اعتراضونه څلور ورځې مخکې د هغه څه په وړاندې چې عراقي وګړي یې د بې کارۍ، فساد او نامناسبو خدمتونو وړاندې کول یې بولي پیل شو. او په زرګونه تنه واټونو ته راووتل.
پر لاریون کوونکو د پولیسو له خوا په ډزو کې د وژل شویو او ټپيانو کره شمېر مالوم نه دی، خو د اعتراضونو له پیله تراوسه د دوه پولیسو په ګډون ۴۴ تنه وژل شوي دي.
د دې سربېره چې د عراق حکومت په بغداد کې انټرنېټ بند کړی، خو بیا هم اعتراضونه دوام لري او حتا پراخ شوي هم دي.
د عراق حکومت هڅه کوي چې د لاریونونو د پراختیا مخه ونیسي؛ تېره ورځ په بغداد ښار کې حتا پر تګ راتګ هم بندیز اعلان شو.
د عراق لومړنی وزیر عادل عبدالمهدي د دغو لاریونونو له پیل وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې، نن لاریون والو ته وویل چې اعتراضونه دې ودروي؛ ځکه چې د هغه په باور «د دولت بشپړ ویجاړول » به وي. خو هغه د لاریون کوونکو د غوښتونو په اړه څه ونهویل.
د عراق لومړي وزیر، له خپل حکومته دفاع وکړه او وې ویل چې د عراقي وګړو لپاره یې ډېر خدمتونه وړاندې کړي دي.