د لبنان دولت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد مرکز بیروت ښار چاودنه کې د قربانیانو شمېر ۱۳۵ کسانو ته رسېدلی او له ۵ زرو ډېر ټپيان دي.
ژغورونکې ډلې لا هم د بیروت چاودنه کې د لسګونو ورکو کسانو مړو پسې ګرځي.
چارواکي ويلي دي چې د بیروت بندر مسوولین تر هغې چې د چاودنې په تړاو څېړنې بشپړې کیږي، په کورني بند کې دي.
دا په وروستیو کلونو کې ځواکمنه چاودنه بلل کېږي.
د لبناني مسوولينو په وینا دغه چاودنه د چاودېدونکو توکو زېرمه کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
له چاودنې وروسته د لبنان ولسمشر دوو اوونیو پورې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.
میشل عون همداراز زیاته کړې چې ۲۷۵۰ ټنه نیترات امونیوم چې د بمونو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېدو، د غیرایمني مسایلو پام کې نیولو سره په یوې زېرمه کې ساتل کېدل چې دا کار د منلو نه دی.
چاودنه یوازې څو ورځې مخکې له مغې کېږي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه محکمه د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر، رفیق حریري وژنه کې د لاس لرلو په تور د حزب الله څلور غړي محاکمه شي.
په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د رفیق حریري وژنه له لبنانه د سوري ځواکونو د وتو لامل شو. حزب الله حزب الله چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په لبنان کې د سوري ځواکونو د ښتون ملاتړ کاوو.