Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بیروت کې له چاودنې وروسته له لبنان سره د نړیوالو هېوادونو مرستې

د امریکا، ایران، فرانسې او ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نړۍ ځينو هېوادونو له لبنان سره د مرستې لپاره د چمتووالی اعلان کړی او مرستندویه کڅوړې یې بیروت ته استولې دي.

متحده ایالاتو لبنان ته د روغتیايي او خوراکي توکو او روغتیا پالانو د درې سترو الوتکو له استولو خبر ورکړی دی او ایران هم په بیروت کې یوه سیار روغتون جوړ کړی دی.

د شمېرو پر بنسټ، په بیروت ښار کې د تېرې سې شنبې خطرناکې چاودنې، دغه ښار ته ۱۵ مېلیارده ډالره زیان رسولی دی.

په دغې چاودنه کې څه باندې ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. 

ورته مهال، له دغې ځواکمنې چاودنې څو دقیقې وروسته نوي انځورونه خپاره شوي دي چې د دغې چاودنې د ویجاړۍ د ژوروالي ښودنه کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان یوه مرستندویه ډله چې بیروت ته تللې ده وايي چې توانېدلې چې د دغې چاودنې کابو ۷۰ تنه مړي چې تراوسه نادرکه وو پيدا کړي، خو د ودانیو څېړنه یې هم پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښاري پلټنې او ژغورنې ډلې غړی اریان اسټن وویل:«د چاودنې په سیمه کې ودانۍ له منځته تللې دي او هغه ودانۍ چې لږ لرې دي، ښيښې یې ماتې شوې دي. له همدې امله د لویو ودانیو شاوخوا خطرناکه ده.»

شریک یي کړئ