د روسیې، ایران، عراق او سوریې هېوادونو امنیتي مشرانو د عراق په بغداد ښار کې په یوې ګډه غونډه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې اترې وکړئ.
د سوریې استازي په دې اړه وویل :«دې ځای، په تېرو کلونو کې د پوځي رپوټونو او مالوماتو په برخه کې ډېره مهمه رول ولوباوه، له د دغو مالوماتو له کارونې سره، موږ د ترهګرو په وړاندې ځينې موخې په نښه کړئ چې د هغوی د مرګ ژوبلې او زیانونو لامل هم شوی وه.»
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې امریکا، فرانسې او برېټانیا د سوریې په دوما ښار توغندويي برید وکړ.
دغه هېوادونه استدلال کوي چې دغه برید د دوما په ښار کې د کېمیاويي وسلو د استفادې په غبرګون کې شوی. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده په دغه ښار کې د کېمیاوي وسلو کارونه د لودېدیځ له خوا یوه لوبه بولي، او وايي هغه کېمیاوي وسلې چې په دوما ښار کې ترلاسه شوي، د برېټانیې او المان جوړې شوې وسلې دي.
ماریا زاخاروفه زیاتوي:«د سوریې پوځیانو د دغه هېواد د ختیځې غوطې له ازادولو وروسته، کېمیاوي توکي او وسلې ترلاسه کړي چې په المان او برېټانیې کې جوړې شوې دي.»