Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکي پوځیانو د سوریې شمال کې عملیات پیل کړل

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان په خپله تویټر پاڼه کې د سوریې په شمال کې د ترکي پوځيانو د عملیاتو له پیله خبر ورکړی دی.

ترکیه وایي، د سوریې شمال کې کُرد ملیشه ترهګر دي او  د ترکیې امنیت ته ګواښ پېښوي.

ترکیه غواړي دا سیمه په سوریه کې یوه خوندي سیمه وي.

له دې ټولو سره د سوریې حکومت ګواښ کړی چې که ترکیه د سوریې پر شمال برید وکړي، نو دمشق به د انقرې پر وړاندې درېدو لپاره خپل ټول وس وکاروي.

په همدې حال کې د له ترکیې سره پر پوله د سورې ابیض ښار اوسېدونکي وايي چې د هر ډول بریدونو پر وړاندې به ودریږي.

د ابیض ښار د پوځي شورا غړی، ابوخلف څرګندوي:«زه د تل ابیض ښار د پوځي شورا د غړي په توګه وایم چې جګړه به پیل شي، او د خدای په غوښتنه موږ ورته چمتووالی لرو.»

بل لور ایران او اروپایي ټولنې له ترکیې غوښتي چې سوریه کې پیل کړي عملیات بند کړي.

د ا یران ولسمشر، حسن روحاني له ترکیې غوښتي چې پر سوریې دې برید نه کوي.

همداراز د اروپايي ټولنې د کمېسیون رییس، ژان کلود یونکر ویلي:«ترکیه له سوریې سره په پوله کې امنیتي ستونزې لري، خو زه ترکیې او نورو ملګرو ته وایم چې له زغمه کار واخلي، او خپلو بریدونو ته د پای تکی کېږدي. پوځي عملیاتو ښه پایله نه درلوده.»

ترکیه په داسې حال کې د سوریې په شمال کې خپل پوځي بریدونه پیلوي، چې سوریه دا کار یرغل بولي او د دغه کار له بدو پایلو خبر ورکوي.

ایران او اروپایي ټولنې له ترکیې غوښتي چې سوریه کې پیل کړي عملیات بند کړي.

شریک یي کړئ