Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان کې د توپان او سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۰تنو ته ورسېد

جاپاني چارواکي وايي دغه هېواد کې وروستیو دوو ورځو سېلابونو له کبله ۳۰کسان وژل شوي او ۲۰تنه نور لا هم ورک دي، چې د موندلو او زیانمنو ته د مرستو لړۍ دوام لري.

دا چارواکي وايي  په دغو پېښو کې کابو دوه سوه تنه نور ټپیان شوي دي. د جاپان په پلازمېنې توکو او یو شمېر نورو سیمو کې راوتلو سېلابونو مالي زیانونه هم اړولي دي.

یو تن کارګر وايي:«د سېلاب اوبه روغتون ته د ننه راغلې دي، هرڅه اوبو کې د ي، د اوبو سطحه تر یوه متره پورې وه.»

جاپان کې د روغتون کارکوونکی زیاتوي:«ستونزه دا ده چې د ډوډۍ خوړلو برخه له اوبو ډکه شوې ده، او نارغان د خوړلو لپاره هېڅ نه لري.»

 په دغه هېواد کې سلګونه تنه نور بې کوره شوي او په موقتي پنډغالو کې شپې ورځې تېروي.

جاپاني چارواکي وايي چې ا وسمهال زیانمنو کسانو ته د مرستو لړۍ پیل شوې ده

شریک یي کړئ