د جاپان پلازمېنې، توکیو کې یوه سړي د بس په تمځای کې د ښوونځي پر زده کوونکو برید کړی دی.
له دې بریده چې نن(سېشنبې د غبرګولي په ۷مه نېټه) شوی د دوو ماشوم له وژل کېدو راپور ورکړل شوی او ویل شوي چې ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې سهار یوه سړي په چړې سره د بس په تمځای کې پر یوې ډلې ماشومانو چې د بس په تمه وو، برید کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ بریدګرخپل ځان هم ټپي کړی او د ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.
د برید لامل نه دی څرګند.