Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خامنه یي: له امریکا سره مذاکره دایران په ګټه نه ده

د ایران مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه یي یو ځل بیا ټينګار کوي چې تهران به له واشنګټن سره مذاکره ونه کړي.

خامنه يي چې یک شنبې( د لړم په ۱۲مه نېټه) د ایراني انقلابیونو لخوا د امریکايي ډپلوماټانو برمته کولو ۴۰مې کلیزې کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې تهران هڅه کوي په ایران کې د امریکا متحده ایالاتو د سیاسي ګټو مخه ونیسي، د هغه په وینا چې د خبرو نه کولو منطق یې هم همدا دی.

هغه زیاته کړې:«مقابل لوری د خبرو مېز ترشا د ایراني چارواکو کېناستل د اسلامي جمهوري په ګونډو کول بوري او پر مذاکرې یې د ټینګار موخه همدا ده چې نړۍ ته دا ښکاره کړي او اوايي چې پر ایران فشارونو پایله درلوده او دغه هېواد په ګونډو شو.»

د ایران مذهبي مشر چې د دغه هېواد د بهرني سیاست اداره هم په لاس کې لري، وايي چې له امریکا سره خبرې به د ایران ستونزې هوارې نه کړي او په دې فکر کسان تېروتنه کوي.

خامنه یې په دې اړه زیاتوي:«که د جمهوري اسلامي مسوولانو سادګي کړې وی او خبرو ته تللې وی، بندیزونه او فشارونه به کم شوې نه وی، بلکې د په رسمي توګه به یې د  امریکا غوښتنو ته لاره هواره کړې وی.»

په همدې حال کې یو شمېر ایرانیان وايي چې له امریکا سره د  خبرو پلویان دي.

دوی زیاتوي چې څلور لس ییزې مخکې خبرې اترې ښه لاره وه او اوس هم کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې هوارې کړې.

د تهران اوسېدونکې، میترا په دې اړه وايي:«بیا هم کېده چې یوه بدیله  پیدا کړو، ددې پرځای چې هغوی ونیسي او برمته یې کړي، نه پوهېږو چې برمته کړي یې وو که نه؟ ډاډه نه یوو، خو د نیولو پرځای ښه ده چې خبرې وکړو او د لامل پوښتنه یې وکړو.»

ایرانیان له امریکا سره د خبرو ملاتړ ځکه کوي چې دغه هېواد د امریکا تر فشارونو لاندې دی.

د ایران اوسېدونکې، فرزانه جمال زاده زیاتوي:«په هر حال مساله بندیزونه دي. دا چې اغېزه یې د ځوانانو پر ژوند ده.»

په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر ویلي دي چې د امریکا خبرو له کیوبا او شمالي کوریا سره هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او امریکا پر یادو هېوادونو خپل بندیزونه، نه دي لیري کړي.

د ایران مذهبي مشر وايي له امریکا سره د خبرو مېز ته حاضریدل د ایران د په ګونډو کېدو په مانا ده

شریک یي کړئ