Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دا ځل به ټرمپ او کیم جونګ اون په ویتنام کې سره وویني

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۱۹ مه) اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د روان کال د فبرورۍ په ۲۷ او ۲۸ مه نېټه د ویتنام په پلازمېنه هانوي کې وویني.

ډونلډ ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زما استازو له کیم جونګ اون سره د دویم ځل لیدو د ورځې او ساعت پر سر له بریالۍ ناستې وروسته، له شمالي کوریا رخصت شول.

هغه وروسته اضافه کړه چې هغه د شمالي کوریا له مشر سره لیدو او د سولې خبرو په اړه په تمه دی.

د امریکې او د شمالي کوریا د مشرانو لومړنۍ لیدنه د تېر زیږدیز کال په جون میاشت کې سنګاپور کې سره ولیدل چې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې بې مخنیې او تاریخي وه.

د امریکا ولسمشر د جمعې پر ماښام په یوه بل ټویټ کې لیکلي:«چې د کیم جونګ اون تر مشرۍ لاندې شمالي کوریا به په یوه ستر اقتصادي ځواب بدل شي. او شونې ده چې هغه ځینې خلک حیران کړي، خو زما د حیرانتیا لامل به نه شي، ځکه چې هغه مې پېژندلی او د هغه پر توانایۍ خبر یم.»

ټرمپ وړانډې لیکلي:«شمالي کوریا به پر یوه بل توغندي بدل شي؛ پر یوه اقتصادي توغندي.»

شریک یي کړئ