Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «ټېک ټاک» پر فعالیت د چین او امریکا ترمنځ د شخړو زیاتوالی

په امریکا کې د چیني پوسټکالي (اپلېکېشن) «ټېک ټاک» د احتمالي بندېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښ وروسته، اوس د دغه شرکت یو مدافع وکیل پر دغه ګواښ نیوکه کړې ده.

د ټېک ټاک مدافع وکیل يي جون وايي چې د ټېک ټاک د کارونکو په اړه راټول شوي معلوماتو به هېڅکله د امریکا ملي امنیت ته خطر رامنځته نه کړي.

د ټېک ټاک مدافع وکیل يي جون زیاته کړه:«هغه معلومات چې موږ تراوسه راټول کړي دي، داسې نښه نه ده لیدل شوې چې د ټېک ټاک د کارونکو په اړه راغونډ شوي معلومات دې د امریکا ملي امنیت وګواښي. د دې سربېره موږ د انسټاګرام د خدمتونو کړنلاره هم له ټېک ټاک سره پرتله کړه چې د ټېک ټاک له کړنلارې سره یو شان ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د چین د دولتي ټلوېزیون له خوا د ټېک ټاک په اړه د ډونلډ ټرمپ د ګواښ په اعتراض کې یو کارټون جوړ او خپور شوی دی.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د ټېک ټاک په اړه د خپل هېواد له اقدامه خبر ورکوي.

ښاغلی پومپیو وايي چې ډونلډ ترمپ به په راتلوونکو ورځو کې د ټېک ټاک چیني پوسټکالي په هکله چې په امریکا کې ډېر کارونکي لري اقدام وکړي.

ښاغلی پومپیو وايي چې دغه پوسټکالی د کارونکو معلومات په نېغه توګه د چین کمونېسټ ګوند په واک کې ورکوي.

خو د ټېک ټاک چارواکي وايي چې د کارونکو شخصي معلومات د چین حکومت په واک کې نه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل هوډ لري چې په امریکا کې د ټېک ټاک د ممنوع کولو لپاره اجرايي فرمان لاسلیک کړي

د ټېک ټاک مدافع وکیل زیاته کړه:«د شخصي معلوماتو له پلوه ټېک ټاک له نورو شرکتونو څخه متفاوته کار نه دی کړی. په دې اړه د امریکا ولسمشر د ټېک ټاک د ممنوع اعلانولو لپاره قانوني اساس نه لري.»

شریک یي کړئ