د روغتیا نړیوال بنسټ تاییدوي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ضد د یو ډول درملو اخیستو په تړاو یې راپورونه ترلاسه کړي دي.
یاد بنسټ وايي چې د ا مریکا حکومت د "ګیلیاد ساینسز" شرکت د درملو ټول انبارونه اخیستي دي.
یاد شرکت د "رمدسیویر" په نامه درمل تولید کړي دي چې ژر به ناروغانو ته تجویز شي.
دغه درمل به د کوویډ۱۹ ناروغۍ د درملنې موده له ۱۵ تر ۱۱ ورځو پورې راټیټه کړي.
تر اوسه پورې "رمدسیویر" د امریکا ترڅنګ بریټانیا کې هم ناروغانو ته تجویز شوي دي.