Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا لخوا د ایران تیلو صادراتو بندولو ګواښ او د روحاني غبرګون

د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د ایران د تیلو صادراتو درولو ګواښ په غبرګون کې د ایران ولسمشر، حسن روحاني واشنګټن ته ګواښ کړی که یې د تهران د تېلو صادارت ودرول، نو سمدواره دې یې د بدو پایلو منلو ته هم تیار شي.

ده څرګنده کړې ده:«امریکایانو ادعا کړې ده چې په بشپړه ډول به د ایران د تیلو د صادراتو مخه ونیسي، دوی د دې خبرې پر مانا نه پوهیږي، ځکه چې داسې کومه مانا نه ورکوي دا چې د ایران تیل دې صادر نشي او د سیمې تیل دې صادر شي، که تاسو پر دې کار بریالي شوئ، نو پایلې ته یې چمتو ووسئ.»

حسن روحاني سویس ته د سفر پر مهال له خپل سویسي سیال سره خبري ګډخبري کنفرانس کې ویلي، امریکا له اټومي هوکړې څخه په وتو ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي دا مطلب له خپل سویسي سیال سره د خبرو پرمهال دا مطلب څرګند کړی دی.

روحاني وړاندې ویلي دي:«د امریکا دې کار موخه د خلکو پر ژوند فشار راوړل دي، خو دوی ادعا کوي چې د ایران پر دولت فشار راوړي. خو که د خلکو اړتیا وړ لکه د درملو پر بنسټونو او د مالدارۍ پر بنسټونو فشار راوړي، نو دا بندیز پر چا دی؟»

روحاني د ایران د تیلو صادراتو مخنوي په اړه د امریکا خبرې خوشې بولی.

دا په داسې حال کې ده چې له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې خورا ترخې شوې دي.

د ایران ولسمشر له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې څخه د امریکا متحده ایالاتونو وتل د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول بولي

شریک یي کړئ