Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسمشر پر ایران د نویو بندیزونو خبر ورکوي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خپله ټویټر پاڼه کې پر ایران د نورو بندیزونو له لګولو خبر ورکړی دی، خو ده په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

ټرمپ په داسې حال کې پر ایران د تازه بندیزونو له لګولو خبر ورکوي چې تهران د بندیزونو د لیري کولو ټینګار کړی. ایران وايي تر هغې چې امریکا پرې لګولي بندیزونو لیري نکړي، له دغه هېواد سره به خبرې ونه کړي.

ټرمپ خپل ټویټ کې لیکلي دي:«بلي ما دا کار و کړ، پر ایران به تازه بندیزونه ولګول شي او جزئیات به یې تر راتلونکو اته څلوېښتو ساعته روښانه شي.»

اوس مهال هم ایران د واشنګټن تر سختو بندیزونو لاندې دی. پر ایران تازه بندیزونه سعودي عربستان کې د تیلو پر تاسیساتو له بریدونو وروسته کېږي.

امریکا متحده ایالات په سعودي عربستان کې د تیلو پر تاسیساتو برید کې ایران ګرم بولي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.

که څه هم د یمن حوثي وسله والو د بریدونو مسوولیت منلی، خو امریکا وايي چې یاده ډله په یوازې توګه پر سعودي عربستان د داسې بریدونو وړتیا نه درلوده.

امریکا وايي دغو بریدونو کې له کابو لسو بې پيلوټه الوتکو کار اخیستل شوی چې کابو اته سوه د عربستان خاورې ته د ننه شوې وې.

امریکا متحده ایالتو تازه بندیزونه د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو له بریدونو وروسته لګول کېږي

شریک یي کړئ