Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسي جرګه د روغتیا نړیوال بنسټ بودجې ځنډول څېړي

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېتې دوشنبې(د غويي په اتمه نېټه) د روغتیا نړیوال بنسټ سره د دغه هېواد د مرستو ځنډولو په تړاو د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پرېکړې په تړاو څېړنه پيل کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، څو د ټرمپ د پرېکړې په تړاو مالومات ورکړي.

د یادې کمېټې رییس، الیوت انګل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ته په یوه لیک کې د روغتیا نړیوال بنسټ یو "ناقص" سازمان بللی دی، خو زیاته کړې یې ده چې د بودجې بندول یې په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له ناورین سره مخامخ ده، ځواب نه دی.

دغه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتل شوي، څو د مې میاشتې تر څلورمې پورې، د ټرمپ دغې پرېکړې په تړاو مالومات ورکړي.

انګل په لیک کې ویلي چې که دغه کار په ټاکل شوې موده کې ترسره نشي، نو کمېټه به یې شته اقدامات ترسره کړي.

امریکا متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال بنسټ د ۲۰۱۸ـ ۱۹ کال بودجې سره د ۶۵۶ میلیونو ډالرو مرسته کړې وه.

د امریکا ولسمشر، دوه اوونۍ مخکې وویل چې نور به د روغتیا د نړیوال بنسټ مالي ملاتړ ونکړي، ځکه دغه بنسټ د کرونا ویروس په تړاو په سمه توګه پوهای نه دی ورکړی.

د وروستیو شمېرو له مخې امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله له ۵۶ زرو ډېر کسان مړه شوي دي او نېږدې یو میلیون پرې  اخته دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، څو د ټرمپ د پرېکړې په تړاو مالومات ورکړي

شریک یي کړئ