Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا په دوه ایالتونو کې د ډزو په پایله کې ۲۹ تنه وژل شوي

د امریکا په ټګزاس او اوهایو ایالتونو کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږ ۲۹ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان دي.

د شنبې په ورځ د د سیمې پر وخت د سهار په ۱۱ بجو د تګزاس ایالت په الپاسو سیمه کې په یوه پلورنځي کې ډزې وشوې.

رپوټونه رسوي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.

د امریکا پولیس وايي چې بریدګر «پاټریک کورشس»نومېږي او یو سپين پوسته ځوان دی چې اوس نیول شوی دی.

اخوا له لومړنۍ پېښې څو ساعته وروسته په اوهایو ایالت کې هم ډزې شوې دي چې په هغه کې هم ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ، دویم ځل ډزې د یوې می‎خانې مخته شوې دي. د پېښې شاهدان وايي چې بریدګر غوښتل دغه می‎خانې ته ننوځي. 

د اوهایو پولیسو ویلي چې بریدګر یې وژلی دی.

شریک یي کړئ