تهران کې د امنیتي ځواکونو د پراخ حضور سربېره، د دغه ښار ځینې اوسېدونکو نن (دوشنبې د مرغومې په ۲۳مه) په ایران کې د اوکرایني الوتکې د پرځېدو په تړاو د دغه هېواد د حکومت د پټ کاریو په وړاندې لاریون وکړ.
د رپوټون پربنسټ، د ایران د پولیسو ځواکونو د لاریون کوونکو په وړاندې له اوښکې بهوونکي ګاز کار اخیستی او پر ځينو یې ډزې هم کړي دي.
په یوه انځور کې چې د اسوشېټډپرس خبري ازانس لاس ته ورغلی، لاریون کوونکي وايي چې یوه ښځه په پښه ټپي شوې وه.
نور انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي هم د دې ښودنه کوي چې د ایران په نورو ښارونو لکه اصفهان او شیراز کې هم لاریونونه شوي دي.
له هغې وروسته کله چې د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز ومنله چې اوکرایني الوتکه د سپاه پاسدارن له توغندي سره نسکوره شوې، خلکو پر دغې الوتکې د توغندوي د توغولو په تړاو د پټ کاریو په اړه په لاریون لاس پورې کړ.
لاریون کوونکو د سپاه پاسداران ځواکونو د مخکني قومندان قاسم سلیماني چې موده مخکې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو، انځورونو ته اور ورته کړ او هغه یې قاتل وباله.
د اوکرايني شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه، تېره اوونۍ د چهارشنبې پر سهار په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له توغندويي برید څو ساعته وروسته - وپرځېده او ټوله ۱۷۶ سپلۍ یې ووژل شوه.