د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې ایران یورانیم یوازې د یوه علت لپاره پخوي چې ظاهراً اشاره یې د اټومي بم جوړولو ته ده.
ایران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اټومي هوکړهلیک کې له خپلې ژمنې د تېرېدو لپاره دویم ګام پورته کوي او د یوارنیمو د بډاینې ترڅنګ د بډاینې کچه هم لوړوي.
دا کار له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړهلیک په خلاف دی، په داسې حال کې چې امریکا له دغه هوکړهلیک څخه وتلې، خو د ډونلډ ټرمپ له غبرګون سره مخ شوی دی.
هغه په دې اړه وویل:«غوره ده چې ایران ځان ته متوجه وي؛ ځکه چې د یوه علت لپاره یورانیم پخوي. زه نه وایم چې د هغه لامل څه دی. خو دا کار ښه نه دی. غوره ده چې ایران ځان ته پام وکړي.»
بلخوا اروپايي ټولنه او جاپان له ایران څخه غواړي چې له دې ډېر نور اټومي هوکړهلیک تر پښو لاندې کړي.
جاپان وايي له لوېدیځ سره د ایران د اټومي هوکړهلیک او په منځني ختیځ کط د شخړو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.
د جاپان د کابینې مرستیال، یاسوټوشي نېشیمورا وویل:«موږ جداً له ایران څخه غواړو چې اټومي هوکړهلیک ته دې ژمن وي، له ځنډ پرته په دغه هوکړهلیک کې خپلو ژمنو ته راستون شي او له ډېرو اقداماتو څخه چې دا اقدامان زیانمن کي ډډه وکړي.»
امریکا چې د ایران له اټومي هوکړهلیک څخه بهر شوی پر ایران یې بندیزونه زیات کړي او له ایران څخه غواړي دغه هوکړهلیک ته ژمن وي.
د ایران د اټومي هوکړه لیک نور لوري روسیه او اروپا هم وايي چې د ایران د اټومي هوکړه لیک د حفظ غوښتونکي دي؛ خو د دغه هوکړهلیک د خوندیتابه لپاره ظاهراً د اروپا له هڅو تراوسه ایران راضي نه دی.