د ایران د هستوي انرژۍ بنسټ وايي چې د دغه هېواد پلامېنې په سویل کې یې د انرژۍ د غني کول پیل کړي دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په "فردو" سایټ کې یې کار پیل کړی.
د ایران د هستوي بنسټ ویاند، بهروز کمالوندي ویلي دي:«غني کول څو برخې لري چې لومړۍ یې د موادو لیږد دی او دا کار ترسره شوی دی. او ترشنبې ورځې پورې به موږ داسې پړاو ته ورسیږو چې څلورنیم سلنه به مو غني کړي وي:»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې ویلي و، هېواد یې هستوي هوکړې ته د خپلې ژمنتیا کمولو په موخه څلورم ګام هم پورته کوي.
په همدې حال کې المان د ایران ولسمشر پر وروستي دریځ نیوکه کوي.
د المان د بهرنی چارو وزیر، هیکو ماس وايي چې د ایران وروستي اقدامات هستوي هوکړه له خطر سره مخامخ کوي.
هغه زیاته کړې:«موږ له ایرانه غواړو چې خپل وروستي اخیستي ګامونه اصلاح کړي او د هستوي هوکړې بشپړه پلې کولو ته راوګرځي.»
روسیه چې په هستوي هوکړه کې د ایران پلوي کوي ویلي یې دي چې تهران دغه هوکړه نه ده نقض کړې، خو ترڅنګ یې ترې غواړي چې هوکړې ته ژمن پاتي شي.