Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران ولسمشر د داعش ډلې د خلافت پای اعلان کړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني، نن (سې‎شنبې د لړم په ۳۰ مه) په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د خپل بلل شوي خلافت پای اعلان کړ.

ښاغلي روحاني دغه خبر په یوې ټلوېزیوني وینا کې چې د ایران د اسلامي جمهوري له یوه دولتي ټلوېزیون څخه خپرېده اعلان کړ.

په همدې حال کې، د رویټرز خبري اژانس د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران پر حوالې لیکلي چې د سپاه پاسداران ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني هم په یوه پیغام کې د ایران مذهبي مشر خامنه‎اي ته د داعش ډلې د واک د پای ته رسېدو مبارکي ورکړې ده.

ایران په داسې حال کې په سوریې او عراق کې د داعش ډلې د واک پای اعلان وي چې په دې وروستیو کلونو کې جنرال سلیماني ډېری وخت له داعش سره په جګړه کې د عراق او سوریې په لومړیو کرښو کې لیدل شوی دی.

تېره اوونۍ ایراني رسنیو د جنرال سلیماني داسې انځورونه یې د سوریې په ختیخ البوکمال شار کې خپاره کړل. چې البوکمال په سوریه کې د داعش وروستۍ اډه شمېر کېده.

سپاه پاسداران د ایران د پوځ یوه ځواکمن واحد شمېرل کېږي چې د پوځي فعالیتونو ترڅنګ د مېلیونونو ډالرو په ارزښت اقتصادي فعالیتونه هم په واک کې لري.

په عراق او سوریه کې د داعش د فعالیتونو له پیل څخه وروسته، سپاه پاسداران او حزب الله د سوریې او عراق دولتي ځواکونو ترمنځ د داعش ډلې په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړه.

تراوسه د سپاه پاسداران د قومندانانو په ګډون څه باندې زر ځواکونه په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه کړې وژل شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران د یوه پیغام له خپرولو سره په عراق او سوریه کې داعش ډلې د خلافت د ختم په اړه د ایران ولسمشر ته مبارکي ورکړې ده.

شریک یي کړئ