Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۴۳ مخالفانو وژل کېدل؛ ایران کې د حکومت ضد او پلوی اعتراضونه

د بخښنې نړیوال بنسټ وايي چې د دوی د شمېرو له مخې له یوې اوونۍ راهیسې په ایران کې د تیلو بیو زیاتوالي په غبرګون کې د شویو اعتراضونو له پیله ۱۴۳ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

دغه بنسټ همداراز وايي چې ښایې د وژل شویو شمېر له دې هم زیات ووسي.

تهران په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نورو هېوادونه په ایران کې د اعتراضونو په ملاتړ کې ښکېل بولي او دغه هېوادونو د ایران په کورني مسایلو کې په لاسوهنې تورنوي.

همداراز ایران کې د حکومت ضد لاریونونو وروسته، یو شمېر کسانو هم د حکومت په پلوی اعتراضونه وکړل او د امریکا، بریتانیا، اسراییلو او سعودي عربستان پر ضد یې شعارونه ورکوي.

د ایران د سپاه پاسدارانو قومندان، حسین اسلامي هم امریکا، بریتانیا، اسراییلو او سعودي عربستان ته ګواښ کوي چې که د ایران له سرو  کرښو تېر شي، نو له منځه به ولاړ شي.

د بخښنې نړیوال بنسټ ویلي دي چې ډېری اعتراض کوونکي په ډزو وژل شوي او یو هم د اوښکې بهونکي ګاز او بل هم د وهلو ټکولو په ترڅ کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې ایران د وژل شویو شمېر ډېر کم بولي، په داسې حال کې ری ښار د شورا مشر، حسن خلیلي وايي چې د تهران مرکزي زندان نور د بندیانو لپاره ځای نلري.

هغه همداراز ویلي چې ښایې یو شمېر بندیان په تېروتنې سره نیول شوي وي او د اعتراض کوونکو له ډلې نه وي.

د بخښنې نړیوال بنسټ وايي همداراز چې ښایې د وژل شویو شمېر له دې هم زیات ووسي.

شریک یي کړئ