Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغداد اوسېدونکي د عراق لومړي وزیر له ګوښه کېدو هرکلی کوي

د عراق د لومړي وزیر عادل عبدالهمدي له ګوښه کېدو وروسته، د دغه هېواد خلک په بغداد ښار کې د دغه کار هرکلی وکړ.

د عراق پلازمېن مېشتو، واټونو ته په راوتلو سره، د ایران بیرغ چې د عبدالمهدي له حکومته ملاتړ کوي اور ورته کړ.

د عراق لومړي وزیر تېره ورځ اعلان وکړ چې له خپل مقام څخه یې استعفا کړې. خو معترضان د هغه د ګوښه کېدو سربېره ځينې نورې غوښتنې هم لري.

یو له معترضانو وايي:«د مهدي استعفا بسنه نه کوي؛ موږ غواړو چې د پارلمان ټول غړي استعفا وکړي.»

عراقیان وايي چې له دې پرته چې قومي او مذهبي اختلافات په پام کې ونیول شوي، واټونو ته راوتلي او غواړي چې د دغه هېواد د پارلمان غړي هم محاکمه شي.

یو له دغو لاریون والو څرګندوي:«نن د عراق خلک خوشحاله دي چې عادل عبدالمهدي استعفا وکړه؛ خو دا لومړنی ګام دی. موږ غواړو چې د پارلمان ټول غړي استعفا وکړي او محکمه له ځنډ پرته محاکمه کړي.»

عادل عبدالمهدي، له هغې وروسته د عراق د لومړي وزیر له مقامه استعفا وکړه چې د حکومت ضد معترضانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تازه څپه کې، څه باندې ۴۰ تنه لاریون کوونکي د عراق امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د عراق له مشهورو علماوو څخه ایت الله علي سیستاني چې له سوله ییزو اعتراضونو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی و، د جمعې په ورځ د عراق د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د عادل عبدالمهدي حکومت ملاتړ پای ته ورسوي. ښاغلي عبدالمهدي له دغه کار وروسته، وویل چې له خپلې دندې استعفا کوي.

شریک یي کړئ