Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې د پوځ له عملیاتو د عراق د کرستان اوسېدونکو نیوکې

د عراق د کردستان اوسېدونکي په دغې سیمه کې د ترکیې د پوځ پر ځکمنیو او هوايي بریدونو نیوکه کوي.

د ترکي ځواکونه تېره ورځ د عراق کردستان خاورې ته ننوتل چې د کردستان د کارګرانو ګوند یا «پي کې کې» د غړو پر ضد عملیات وکړي.

په دغو عملیاتو کې پولې ته نږدې یو کلی، د ترکي د جنګي الوتکو د هوايي بریدونو شاهد و.

د عراق په شمال کې د ترکیې هوايي بریدونو، د کیشاني کوچني کلي کې د یوې مودې لپاره وېره خپره کړې وه.

دغه کلي ته نږدې سیمې، د ترکي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو شاهد وې.

د عراق د کردستان د کیشاني کلي اوسېدونکې دلیله درباس وايي:«ډېره ووېردم، له ډاره مې نه شوای کولای چې ډوډۍ وخورم. دا څه وضعیت دی؟ ایا اسلام دا ډول دی؟» 

ترکیه وايي چې د کردستان د کارګرانو ګوند یا پي کې کې د جنګیالیو پر ضد چې د عراق په شمال کې اډه لري عملیات کوي.

انقرې له دې مخکې هم د عراق په شمال کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي؛ خو د دغې سیمې اوسېدونکي وايي چې تل د ترکیې له بریدونو زیانمن شوي دي.

د عراق په کردستان کې د کیشاني کلي یو تن بزګر ابراهیم فرهان وايي:«جای نه لرو چې ولاړ شو. دا شپږم کور دی چې دلته مو جوړ کړی دی. دلته زموږ خاوره ده. نه شو کولای له دې ځایه ولاړ شو.»

د ترکیي ځواکونو ځمکني عملیات د ترکیې او عراق ترمنځ د مرز په ۱۵ کیلومټرۍ کې د هفتنین سیمه چې باتیفا د هغه مرکز دی، له درنو توبخانه يي بریدونو وروسته پيل شول.    

د باتیفا ښاروال دل شېر عبدالستار وايي:«نه پوهېږم چې د ترکیې څو سرتېري دلته راغلي وو؛ خو ډاډه یم چې درنې وسلې یې لرلې او جنګي الوتکه یې هم په الوت وه. له دې مخکې الوتکو بمبارد کاوه؛ خو ځمکي عملیات نه وو.»

ترکیه وايي چې په ترکیه کې د دغو ځواکونو په وړاندې د ګواښونو له زیاتوالي وروسته، دا عملیات پیل کړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه