Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې ولسمشر د خبرو له لارې د کشمیر د مسلې پر حل ټينګار کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسلام اباد ته په سفر کې د کشمیر له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه، هند او پاکستان یې د کشمیر په اړه د اختلافونه د حل لپاره خبرو ته راو بله.

د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو څو هوکړه لیکونه هم سره لاسلیک کړل.

د ترکیې ولسمشر اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د پاک - ترک ښوونځي د ادارې له لېږده هرکلی وکړ.

دغه ښوونځي د خدمت غورځنګ چې په تبعید شوي ترک روحاني فتح الله ګولن پورې تړلی لري اداره کېدل؛ خو هغه په ۲۰۰۱۶ کال کې د ترکیې په ناکامه کودتا کې تورن دی.

ښاغلي اردوغان په دې اړه وویل:«د ترکیې پوهنې بنسټ ته د فتح الله ګولن غورځنګ پورې اړوند ښوونځیو د ادارې لېږد، د ترکیې او پاکستان د پیوستون نښه ده.»  

د ترکیې ولسمشر همدارنګه وايي چې د کشمیر مسله یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

رجب طیب اردوغان په دې اړه څرګندوي:«ترکیه غواړي چې پاکستان او هند، د کشمیر مسله د خبرو او د ملګرو ملتونو سازمان د هوکړه لیکو په تعقیبولو سره حل کړي او په کشمیر کې زموږ د وروڼو تمو ته هم پاملرنه ولري.»

د پاکستان او ترکیې د سټراټېژیکو همکاریو د شورا په اتمه غونډه کې، د دواړو هېوادونو وزیرانو د دواړو مشرانو په حضور کې، د همکاریو دیارلس هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

دغه هوکړې د ګرځندويۍ، فرهنګ، د خوړو د خوندیتوب، د پستي خدمتونو، اورګاډي پټلۍ، سوداګرۍ او پوځي زده کړو په برخو کې لاسلیک شول.

شریک یي کړئ