Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې پارلمان د دغه هېواد بهرنی پوځي ماموریت تایید کړ

د ترکیې پارلمان په سوریې او عراق کې د ترکي پوځيانو بهرنۍ ماموریت په غوڅ اکثریت سره تایید کړ. له دې سره د ترکیې پوځ کولی شي په خلاص لاس د سوریې په شمال کې پوځي عملیات ترسره کړي.

د ترکیې د پارلمان سرپرست، لونت ګوک تېره ورځ(سې شنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) وویل:«د اساسي قانون ۹۲مې مادې له مخې د ولسمشر غوښتنه د پارلمان لخوا د ترکي پوځ د بهرني ماموریت تمدید د اړتیاو او په ترکیه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له کبله منل کېږي.»

د راپورونو له مخې ترکیه اوس مهال له سوریې سره په سویل کې پولې ته د خپلو پوځیانو پر لیږد بوخته ده.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان درې ورځې مخکې وویل چې د سوریې په خیتځ فرات سینډ څنډه کې به پوځي عملیات پیل کړي.

ده زیاته کړه چې دا پوځي عملیات به له هوا او ځمکې ترسره کړي.

د ترکیې ولسمشر وړاندې وویل:«موږ خپل چمتووالی پای ته رسوولی دی. خپل عملیات او جنګي وسایل مو بشپړ کړي دي او اړینې سپارښتنې مو هم کړې دي. اوس یې وخت دی چې د سولې پسرلي لپاره پاکوالی پیل کړو، په دې اړه مو مخکې پرېکړه کړې وه.»

اردوغان همداراز د سوریې په شمال کې د امریکايي او ترکیې ګډون ځواکونو پیره بې اغېزه وبلله. وروسته له هغې له یادې سیمې د امریکايي پوځ وتل پیل شول.

د ترکیې پارلمان لخوا ددغه هېواد د پوځ بهرني ماموریت تایید سره، اوس د سوریې په پوله کې د ترکي پوځيانو شمېر زیات شوی دی

شریک یي کړئ