Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش له ظلمونو وروسته عراقي‎ بې‎ځایه شوي اوس د ژمي سړه هوا ګواښ

په موصل کې چې لا ډېر شمېر ملکي کسان ژوندي پاتې دي او د جګړو له امله سخت زیانمن شوي دي، اوس یې د ژمي سړه‎ هوا ګواښوي.

۵۶ کلنه عالیه چې د موصل په سویل ختیځ کې د خزیر په پنډغالي کې تر کېږدۍ لاندې ژوند کوي وایي:«د شپې له خوا باید خپل سرونه تر بړستنې لاندې کړو تر څو تاوده شو. په دې شپو کې د سړې هوا له امله مړه کېږو او لاسونه مو وچ شوي دي.»

د اکتوبر له ۱۷ نیټې راهیسې په موصل کې د عراقي ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې ۷۰ زره ملکي کسان بې‎ځایه شوي دي.

۳۸ کلنه فاطمه له خپلو ۶ ماشومانو سره د موصل له شمال څخه تېښتې ده اړه شوې ده.

فاطمه وايي:«د شپې له خوا مو کېږدۍ رېږدي او داسې ښکاري چې باد یې ورانوي، که هوا ډېره سړه شي نو زموږ خیمه به ورانه شي.»

د عراق شمالي سیمې په ځانګړې توګه کردمېشتې سیمې چې د اوس‎مهال د ۳ میلیونو بې‎ځایه شویو لپاره سرپناه ده د ژمي په موسم کې ډېرې سړې کېږي او آن واوره هم وریږي.

فاطمه د مرستو په اړه وايي:«هو موږ ته یې یوه بخارۍ راکړه خو کله مو هم ترې کار نه دی اخیستی، ځکه چې تیل نلرو او نه هم برېښنا. نه پوهېږم چې پرې څه وکړم.»

خو د پنډغالي په بله برخه کې لیدل کېږي چې بې‎ځایه شویو ته کالي او خواړه خرڅوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ژمنیو مرستو پروګرام یې د ۴ میلیونو او ۶۰۰زره بې‎ځایه شویو ته په عراق او سوریې کې پیل کړی دی؛ خو دا پروګرام ټولو بې‎ځایه شویو ته نه پلی کېږي.

د دې بنسټ استازو ویلي دي چې دا مرستې یو میلیونو ۲۰۰ زره عراقي بې‎ځایو شویو او د موصل زیانمنو شویو لپاره وې.

عراقي بې‎ځایه شوي وروسته له دوو کلونو د داعش تر ولکې له سیمو له ژغورل کېدو او ژوندي پاتې کېدو وروسته اوس مهال د سړې هوا له ګواښ سره مخامخ دي.

Thumbnail

په موصل کې چې لا ډېر شمېر ملکي کسان ژوندي پاتې دي او د جګړو له امله سخت زیانمن شوي دي، اوس یې د ژمي سړه‎ هوا ګواښوي.

۵۶ کلنه عالیه چې د موصل په سویل ختیځ کې د خزیر په پنډغالي کې تر کېږدۍ لاندې ژوند کوي وایي:«د شپې له خوا باید خپل سرونه تر بړستنې لاندې کړو تر څو تاوده شو. په دې شپو کې د سړې هوا له امله مړه کېږو او لاسونه مو وچ شوي دي.»

د اکتوبر له ۱۷ نیټې راهیسې په موصل کې د عراقي ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې ۷۰ زره ملکي کسان بې‎ځایه شوي دي.

۳۸ کلنه فاطمه له خپلو ۶ ماشومانو سره د موصل له شمال څخه تېښتې ده اړه شوې ده.

فاطمه وايي:«د شپې له خوا مو کېږدۍ رېږدي او داسې ښکاري چې باد یې ورانوي، که هوا ډېره سړه شي نو زموږ خیمه به ورانه شي.»

د عراق شمالي سیمې په ځانګړې توګه کردمېشتې سیمې چې د اوس‎مهال د ۳ میلیونو بې‎ځایه شویو لپاره سرپناه ده د ژمي په موسم کې ډېرې سړې کېږي او آن واوره هم وریږي.

فاطمه د مرستو په اړه وايي:«هو موږ ته یې یوه بخارۍ راکړه خو کله مو هم ترې کار نه دی اخیستی، ځکه چې تیل نلرو او نه هم برېښنا. نه پوهېږم چې پرې څه وکړم.»

خو د پنډغالي په بله برخه کې لیدل کېږي چې بې‎ځایه شویو ته کالي او خواړه خرڅوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ژمنیو مرستو پروګرام یې د ۴ میلیونو او ۶۰۰زره بې‎ځایه شویو ته په عراق او سوریې کې پیل کړی دی؛ خو دا پروګرام ټولو بې‎ځایه شویو ته نه پلی کېږي.

د دې بنسټ استازو ویلي دي چې دا مرستې یو میلیونو ۲۰۰ زره عراقي بې‎ځایو شویو او د موصل زیانمنو شویو لپاره وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه