Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړیوال بنسټ: ښایي د کرونا وبا هیڅ کله له نړۍ ورکه نشي

د روغتیا نړیوال بنسټ هم خبرداری ورکړی چې ښایې د کرونا ویروس د اچ ای وي په څېر په بشپړه توګه له نړۍ نه ورک نشي.

دغه بنسټ ویلي چې باید د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي.

د روغتیا نړیوال بسټ د بېړنیو چارو مدیر، مایک رایان چهارشنبې(د غويي په ۲۴مه نېټه) په دې تړاو ویلي دي:«مهمه ده چې دا موضوع مطرح کړم، ښایې دا ویروس(د کرونا ویروس) په ټوله کې د یوې وبا په توګه پاتې شي او هیڅ کله له منځه ولاړه نشي.»

هغه زیاته کړې:«زه فکر کوم چې له واقعیت سره باید مخامخ شو، تر اوسه څوک فکر نه کوي چې د کرونا ویروس به کله پای ته رسیږي. زه فکر کوم چې په دې برخه کې هېڅ ډول ژمنه نشته.»

د روغتیا نړیوال بنسټ همداراز څرګندوي چې که د کرونا ویروس لپاره واکسین هم جوړ شي، نو ښایې چې اداره کول به یې لویو هڅو ته اړتیا ولري.

د روغتیا نړیوال بنسټ وايي تر اوسه پورې دا وړاندوینه نه کېږي چې د کرونا ویروس به نړۍ کې کله پای ته رسیږي

شریک یي کړئ