Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوریې په عفرین ښار کې د ۷ترکي سرتېرو وژل کېدل

د ترکیې اوه تنه سرتیري تېره ورځ(شنبې د سلواغې۴مه) هغه مهال د کردي جنګیالیو سره په نښته کې وژل شوي چې د دوی ټانک د کردي وسله‎والو تر برید لاندې راغلی.

له دې بریده وروسته د ترکیې لومړي وزیر، بن‎علی ییلدرېم ګواښ وکړ چې کردي وسله‎وال به د دې برید غچ اخیستو کې دوه برابره ووژل شي.

ده زیاته کړې:«کردي جنګیالي به دوه برابره تلفات ورکړي.»

له بله پلوه ترکي الوتکو د کردي جنګیالیو سیمه بمبار کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د سوریې په عفرین ښار کې ۱۴ تنه ترکي سرتېري وژل شوي دي.

د ترکیې د پوځ چارواکو د سوریې په عفرین ښار کې د خپلو اوو تنو سرتېرو وژل کېدل ومنل او د غچ پر اخیستو ټینګار کوي

شریک یي کړئ