د ملګرو ملتونو سازمان د عربستان د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه پلټنې پیلوي.
د وژنو د څېړنو کارپوه اګنس کالامارډ، د دغو څېړنو ریاست پر غاړه لري.
هغه د جمعې په ورځ ترکیې ته ولاړ او ټاکل شوې چې یوه اوونۍ هلته پاتې شي او د جمال خاشقجي د وژنې په اړه په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې څېړنه وکړي.
ترکیه له دې مخکې د دغې پېښې د نړیوالې څېړنې غوښتونکې شوې وه.
سعودي عربستان د دغې وژنې په تور ۱۱ تنه نیولي او محاکمه کړي دي چې د هغوی پنځه تنه په اعدام محکوم شوي دي.