Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند او پاکستان ترمنځ نویو شخړو کې اته تنه وژل شوي

د هند او پاکستان ترمنځ د نویو شخړو په لړ کې، د دواړو هېوادونو سرتېري یو ځل بیا په کشمیر کې سره ښکېل شوي دي چې په پایله کې یې د دواړو لورو اته تنه وژل شوي دي.

هندي چارواکي وايي چې نښتې له څو ساعته خاموشۍ وروسته، د شنبې په ورځ بېرته له سره پیل شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې د تېرې سې‎شنبې په ورځ، هندي جنګي الوتکو پاکستان کې د جیش‎المحمد جنګیالیو یو مرکز په نښه کړ او د هندي چارواکو په وینا د دغې ډلې یو ډېر شمېر غړي وژل شوي دي.

د جیش المحمد ډلې  دوه اوونۍ مخکې کمشیر کې پر هندي امنیتي ځواکونو د هغه برید پړه منلې، چې ۴۴ هندي امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.

بلخوا د پاکستان ملي پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند هوايي ځواک دوه الوتکې یې نسکورې کړې دي. د رپوټونو پر بنسټ، یوه له دغو الوتکو د هند کشمیر کې او بله یې هم د پاکستان کشمیر کې لوېدلې ده.

د دغو شخړو په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ هم درول شوی. خو د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر شیخ احمد رشید ویلي چې دا خدمتونه به ډېر ژر بېرته پیل شي.

اخوا تېره ورځ، پاکستان د هندي یو اسیر شوی پیلوټ هم ازد کړ. پاکستان ویلي چې دا کار یې د ښه نیت له امله کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې د تېرې سې‎شنبې په ورځ، هندي جنګي الوتکو پاکستان کې د جیش‎المحمد جنګیالیو یو مرکز په نښه کړ.

شریک یي کړئ