Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د لوی درستیز دنده شپږ میاشتې وغځېده

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد سترې محکمې د لوی درستیز، جنرال جاوید قمر باجوه دنده یوازې د شپږو میاشتو لپاره وغځوله.

ټاکل شوې وه نن(پنج شنبې د لیندۍ په ۷مه نېټه) د پاکستان د پوځ د لوی درستیز دنده دنده پایته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې سې شنبې د پاکستان سترې محکمې لخوا د لوی درستیز د کاري دورې نه تمدید موضوع په دغه هېواد کې جنجالونه راپورته کړل.

د یاد هېواد سترې محکمې د پوځ لوی درستیز په توګه د جنرال جاوید باجوه د دندې د غځېدو حکم لغو کړ.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د جنرال باجوه کاري دوره د دریوو کالو لپاره تمدید کړې وه، خو سترې محکمې بیا دا حکم ونه مانه.

د محکمې له دې پرېکړې وروسته، د پاکستان حکومتي مشرانو یوځل بیاد جنرال باجوه د کاري دورې د تمدید فرمان ورکړ چې په پایله کې یې نن، د نوموړي دنده د شپږو میاشتو لپاره وغځول شوه.

شریک یي کړئ