Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د لوی درستیز د کاري دورې نه تمدید پر سر جنجال

د پاکستان سترې محکمې لخوا د لوی درستیز د کاري دورې نه تمدید موضوع په دغه هېواد کې جنجالونه راپورته کړي دي.

د یاد هېواد سترې محکمې د پوځی لوی درستیز په توګه د جنرال جاوید باجوه د دندې د غځېدو حکم لغو کړی دی.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د جنرال باجوه کاري دوره چې سبا(پنج شنبې د لیندۍ په اوومه نېټه) نېټه پایته رسیږي، د دریوو کالو لپاره تمدید کړی وو، خو سترې محکمې بیا دا حکم نه دی منلی.

د محکمې له دې پرېکړې وروسته، د پاکستان حکومتي مشرانو یوځل بیاد جنرال باجوه د کاري دورې د تمدید فرمان ورکړی، تر اوسه نه ده روښانه چې دا فرمان به د دغه هېواد سترې محکې لخوا ومنل شي او که نه؟

که د پاکستان سترې محکمې د حکومت دغه فرمان هم ومانه، نو جنرال باجوه به د جمعې په ورځ کورناستی شي او پر ځای به یې بل څوک د پوځ د مشرۍ په توګه وټاکل شي.

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، د جنرال جاوید قمر باجوه کاري دوره سبا پنج شنبې پایته رسیږي

شریک یي کړئ