Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان لومړی وزیر ایران ته ولاړ

د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان نن(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) له ایراني چارواکو سره د خبرو په موخه د دغه هېواد پلازمینې تهران ته ولاړ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، عمران خان سیمه کې د سولې او ټیکاو ترویج په موخه تهران ته تللی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي او یو شمېر نور پاکستاني چارواکي په دې سفر کې د عمران خان ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر، د ایران له ولسمشر، حسن روحاني او د دغه هېواد له مذهبي مشر، علي خامنه‎يي سرهم وګوري.

داسې راپورونه شته چې عمران غواړي تهران ته د سعودي عربستان پیغام ورسوي او هڅه کوي چې د تهران او ریاض ترمنځ منځګړتوب وکړي؛ په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان له منځګړتوب نیته بې خبري ښیې.

شریک یي کړئ