Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کروناویروس له وېرې ترکیې هم له ایران سره خپله پوله وتړله

ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ترکیې له دغه هېواد سره د یاد وژونکي ویروس د ورتلو له وېرې خپله پوله وتړله.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره افغانستان او پاکستان هم خپلې پولې تړلې دي او تګ راتګ یې بند کړی دی.

ایراني چارواکي وايي، د کرونا ویروس زیاتېدو او خپرېدو مخنیوي لپاره یې تابیاوې نیولې دي.

دغو چارواکو په ایران کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ او د مړو شویو ۸ ښودلی دی.

د ایران د عامې روغتیا چارواکي وايي د کرونا ویروس ایران ته د یوه ایراني سوداګر لخوا لیږدول شوی دی چې له چین نه دې هېواد ته راغلی.

دوی زیاتوي چې اوس مهال یې له چین سره خپلې الوتنې بندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په لسو ښارونو کې ښوونځي او روزنیز مرکزونو د کرونا ویروس له کبله رخصت دي.

ایراني چارواکو په ایران کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ او د مړو شویو ۸ ښودلی دی.

شریک یي کړئ