له یونان سره د ترکیې په پوله کډوال او پناه غوښتونکي، یو ځل بیا له د یونان له پوله ساتو او ملي پوځ سره ښکېل شوي دي.
دغه کډوال او پناه غوښتونکي غواړي چې یونان او وروسته نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي؛ خو د یونان ځواکونه د دغه کار اجازه نه ورکوي.
ځينې رپوټونه له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د یونان د امنیتي ځواکونو د بد چلند خبر ورکوي.
ترکیې له کابو یوې اوونۍ راهیسې خپلې پولې د یونان او بلغاریا په لور پرانیستي دي چې کډوال وکړای شي اروپا ته ولاړ شي.