Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني: ایران به د خپلې ملي ګټې لپاره له هرې وسیلې کار واخلي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې دغه هېواد به د خپلې ملي ګټې لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.

ښاغلی روحاني زیاتوي چې ایران باید له اقتصادي او پوځي پلوه ځواکمن وي. هغه زیاتوي چې هېواد یې له پراختیا پرته بله هېڅ لار نه لري، او د دغه هېواد حکومت د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره، له هېڅ هڅې به مخ وا نه ړوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني څرګنده کړه:«زه باورمن یم چې د هېواد د ملي ګټو لپاره مو له هرې وسیلې کار واخیستل شي، او که‎چېرې زه پوه شوم چې یوې غونډې ته ولاړ شم او له چا سره ووینم، چې زما هېواد ابادېږي. او د خلکو ستونزې حلېږي، زه به دریخ ونه کړم. اصل زموږ د ملت ملي ګټې دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر تهران د واشنګټن سخت بندیزونه وضع شوي دي.

له دې سره هم‎مهاله د امریکا ولسمشر دونډ ټرمپ چې د اوه ډلې غونډې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی، وايي چې امریکا د ایران د رژیم د بدلون غوښتونکې نه ده. بلکې غواړي چې ایران په یوه شتمن هېواد بدل شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل:«زه واقعاً د یوه ښه او ځواکمن ایران غوښتونکی یم. موږ نه غواړو چې د ایران رژیم بدلون وکړي، تاسو لیدلی چې هغوی په تېرو شلو کلونو کې څه ډول کار کړی، یعنې ډېر ښه نه وو، راځې چې اجازه ورکړو دغه هېواد شتمن شي، راځې چې هغوی ښه کارونه ترسره کړي.»

په فرانسه کې د اوه ډلې له غونډې سره هم‎مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د اروپايي هېوادونو له ځينو مشرانو سره لیدلي دي.

د المان لومړۍ وزیره انګلامېرکل د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرې ښې او جوړونکې وبللې دي.

شریک یي کړئ