Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روحاني: د بندیزونو لیري کولو په صورت کې له امریکا سره خبرې کوو

د ایران ولسمشر، حسن روحاني یو ځل بیا وايي چې که امریکا متحده ایالات پر تهران لګېدلي بندیزنه لیري کړي، نو ورسره به خبرې وکړي.

د ایران ولسمشر، د امریکا بندیزونه ظالمانه او غیرقانوني بولي:«زه د ایران خلکو خدمت ته عرض کوم چې کله هم امریکا خپل، غلط، ظالمانه، غیرقانوني ناستم او ترهګریز بندیزونه لیري کړي ـ ډېر ژر به د پنځه جمع یو مشران خبرې پیل کړي او موږ کومه ستونزه نلرو.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا وايي پر ایران یې د هستوي پروګرام له کبله بندیزنه لګولي دي او موخه یې د هستوي پروګرام په تړاو خبرو ته د تهران بیا راګرځول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو چې پرتګال کې یې د اسراییلو له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره لیدلي، پر ایران د لا ډېرو فشارونو ټینګار کوي:«بیروت کې ایراني اعتراض کوونکو اعتراض وکړ، موږ پوهېږو چې ایران کې څه تیريږي، دا خلک هڅه کوي چې له مشروع لارې ازادي ترلاسه کړي. موږ له خپلو اروپايي همکارانو سره خبرې کړې دي دا چې څه ډول ایران کې هغو کسانو ته چې ازادي غواړي زمنیه برابره کړو، تر څو وکولی شي په عادي فضا کې ژوند وکړي.«

په دې لیدنه کې د اسراییلو لومړي وزیر هم پر ایران د لا ډېرو فشارونو غوښتنه کړې ده.

وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، دغه هېواد له لویدیځ سره د ایران له هستوي هوکړې ووتو. امریکا دغه هوکړه یواړخیزه بولي.

وروسته له دې چې امریکا له دغې هوکړې ووته، ایران هم هوکړې ته خپله ژمنتیا کمه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پرتګال کې د اسرتاییلو له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره پر ایران د فشارونو د زیاتوالي خبره کړې ده

شریک یي کړئ