سعودي عربستان په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې دا چې دغه ناروغي دغه هېواد کې پراخه نشي، په مؤقت ډول د عمرې حج بهیر ځندولی دی.
په دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ځيني مشکوکې پېښې لري.
د دغو دوو پېښېو په تړاو عربي ژبي، العربیه رسنۍ خبر خپور کړی دی.
د سمې په هېوادونو کې وروسته له هغې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره زیاته شوه چې دغه ویروس په ایران کې خپور شو. اوس مهال ایران له چین نه وروسته دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل چین کې خپور شو.
اوس مهال چین ویلي چې په نورو هېوادونو کې خپل وګړي هېواد ته ورغواړي.
د کرونا ویروس د نړۍ اوویا هېوادونو کې خپور شوی دي او په امریکا متحده ایالاتو کې یې د مړینې لس پېښې تایید شوې دي.
نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نوي زرو اوښتی او له دریوو زرو زیات یې مړه کړي دي.