سږکال د حج مراسم یوازې دننه د سعودي عربستان زر تنو زیارت کوونکو ته محدود شوی وو، چې ۷۰ سلنه یې د سعودي پادشاهۍ بهرني استوګن دي.
په داسې حال کې چې سږ کال د خدای د کور د زیارت کوونکو شمېر د نورو هېوادونو د وګړو د نه اجازې له امله په ځلونو کم و، خو دغو حاجیانو د ټولنیز واټن په مراعت او د ماسک په اغوستو د کعبې طواف وکړ. په تېرو کلونو کې د زیارت کوونکو شمېر تر دوو مېلیونو تنو پورې رسېده.
زیارت کوونکو د شیطان د ننداریز لومړني سنګسار په لړ کې د کعبې د اوه طوافه د ځانګړو روغتیايي تدابیرو له رعایت سره ترسره کړل.
زیارت کوونکي له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره په کوچنیو ۵۰ کسیزو ډلو سره، هر یوه خوندي واټن په پام کې نیولی مراسم ترسره کړل.
د اختر لمونځ هم په نورو هېوادونو کې له ځانګړو تابیاوو سره ادا کړل شو.
د اندونیزیا وګړی دیوتیا الهامي وویل:«د سږکال لوی اختر د نورو اخترونو سره ډېر توپير لري ځکه موږ اړتیا لرو چې د لمانځه د ادا کولو لپاره روغتیايي تدابیر لکه ټولنیز واټن رعایت کړو.»
د هند په کرالا ایالت کې هم مسلمانانو ځانګړي حکمونه صادر کړي وو.
د هند وګړی یعقوب نعیمي وايي:«موږ د دولت او روغتیا وزارت له خوا صادر شوي حکمونه تعقیبوو، او د هغوی د سپارښتنو په مطابق د لوی اختر دعا مو وکړه.»
ورته مهال په ترکیه کې هم مسلمانانو د لوی اختر لومړنی لمونځ د اسټانبول په ایا صوفیه کې ادا کړ.
د ایاصوفي د اوسنۍ ودانۍ عمر شپږمې زیږدیزې پيړۍ ته رسېږي چې د ختیځ روم امپراتورۍ پلازمېنې قسطنطنیه کې د ارتدوکس د کلیسا په توګه جوړ شو.
د عثمانیانو د واک تر لاسه کولو سره، دا کلیسا له جوړېدو یې ۹ پیړۍ وروسته په جومات بدل شو او د نننۍ ترکیې له رامنځته کېدو سره ایاصوفیه په ۱۹۳۴ کال کې موزیم شو خو د اردوغان حکومت هغه د لمونځ کوونکو په مخ پرانیست.