Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صنعا کې هوايي برید ۱۳ کسان وژلي دي

د یمن پلازمینې صنعا کې د هوايي برید په پایله کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا برید یوه ښوونځي ته نېږدې شوی دی او د پېښې یو شمېر قربانیان هم هغه زده کوونکي دي چې د ځان ژغورنې په موخه له سیمې په تېښته وو او  ګڼه ګوڼه کې ترپښو لاندې شوي دي.

د ښوونځي زده کوونکی، آیت طاهر ویلي دي:«ما ولیدل چې څلورـ پنځه زده کوونکي تر پښو لاندې شول او یوولس نور زده کوونکي ټپیان شول. هغه زده کوونکي چې پر ځمکه پراته وو، د درد احساس یې کاوه.»

حوثي جنګیالي چې د ایران ملاتړ ورسره دی، وايي چې د سعودي عربستان او عربي متحده امارات په مشرۍ ځواکونو دا برید کړی دی.

د عربو ایتلاف لومړۍ پر صنعا برید رد کړ،؛ خو وروسته یې وویل چې د حوثي جنګیالیو سیمه یې په نښه کړې ده، په همدې حال کې حوثیان وايي په بمبار شوې سیمه کې یوازې د خلکو کورونه او ملکي تاسیسات دي.

یمن کې کابو څلور کاله کېږي چې د حوثي وسله‎والو او د یمن دولت ترمنځ جګړه روانه ده. ملګري ملتونه وايي تر اوسه په دې جګړه کې کابو لس زره ملکي کسان وژل شوي دي.

صنعا کې هوايي برید ۱۳ کسان وژلي دي

دا برید یوه َښوونځي ته نېږدې شوی دی او د پېښې یو شمېر قربانیان هم هغه زده کوونکي دي چې د ځان ژغورنې په موخه له سیمې په تېښته وو

شریک یي کړئ