د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د دغه هېواد پر مرکزي بانک د امریکا متحده ایالتو لخوا بندیزونه د واشنګټن د ناتوانۍ نښه بولي.
د ایران پر مرکزي بانک، تېر کال هم بندیز لګېدلی و؛ خو امریکايي چارواکي وايي چې پر دغه بانګ د بندیزونو زیاتوالی، د ایران د سپاه پاسداران او همدارنګه د لبنان د حزبالله څخه د مالي ملاتړ له امله شوی دی.
په همدې حال کې د ایران خلک وايي چې د امریکا لخوا بندیزونه نشي کولی چې د ایران خلک سره خواره کړی، بلکې دا کار لامل کېږي چې خلک لا زیات سره یو شي.
په همدې حال کې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د تازه بندیزونو یوه ورځ مخکې په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو ځانګړي استازي پر ایران د فشار د ډېرولو غوښتنه کړې وه.
ملګرو ملتونو کې د اسراییلو دایمي استازی، دني دانون:«ایران باید ودرول شي، نه په خندا او چک چکو، باید باید پر اقتصادي، سیاسي او بل هر فشار چې ورته اړتیا وي. زه د دې شوراغړو ته وایم چې د ایران د تاوتریخوالیو پر وړاندې فشارونه زیات کړي.»
امریکا متحده ایالاتو پر ایران، په سعودي عربستان کې د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو له بریده وروسته لګولي.
که څه هم د یمن حوثي وسله والو د بریدونو مسوولیت منلی، خو امریکا وايي چې یاده ډله په یوازې توګه پر سعودي عربستان د داسې بریدونو وړتیا نه درلوده.
امریکا وايي دغو بریدونو کې له کابو لسو بې پيلوټه الوتکو کار اخیستل شوی چې کابو اته سوه د عربستان خاورې ته د ننه شوې وې.
په دې اړه مو اندونه