Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراق کې د حکومت ضد لاریون

د عراق بغداد او نجف ښارونو کې د حکومت ضد اعتراضونه وشول، لاریون کوونکي د عراق حکومت ناکام بولي او پر ضد یې شعارونه ورکوي.

عراق کې په وروستیو میاشتو کې لاریونونو له کبله ۴۵۰ کسان ووژل شول.

اعتراض کوونکي پولیس تورنوي چې پر دوی یې مخامخ ډزې کړې دي.

معترض، ابو کرار وايي:«خلک دلته راغلي وو او په پنډغالو کې ویده وو، پولیسو پرې ډزې وکړې او له اوښکې بهوونکو ګازو یې کار واخیست. څو تنه اعتراض کوونکي ټپیان شول، باور وکړئ، پولیسو پر اعتراض کوونکو مخامخ ډزې وکړې. اعتراض کوونکي یوازې د عراق بیرغ په لاس کې لري.»

بل اعتراض کوونکی، الا البودي زیاتوي:«لومړۍ تر هرڅه له هغو کسانو ستړي شوي یوو چې په تېرو شپاړلسو کالو کې یې زموږ هېواد اداره کړی دی. دوی زموږ حقوق تر پښو لاندي کړي دي او زموږ هېواد یې وران کړی دی او کلونه یې خلک زورولي دي. د نړۍ ټول  خلک خوشاله دي، د عراق له خلکو پرته چې دوی په فقر کې ژوند کوي. زموږ اعتراضونه سوله ییز دي.»

عراق کې د دولت ضد اعتراضونه د تېر زیږدیز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیل شول. اعتراض کوونکي د کار نشتوالي، اداري فساد او اقتصادي ماتې پر ضد اعتراضونه کوي.

اعتراض کوونکي وايي چې خپلو غوښتنو ته تر رسېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د اعتراضونو په پایله کې د عراق لومړی وزیر له خپلې دندې لاس په سر شوی دی، خو اعتراض کوونکي عراق کې د نوي حکومت رامنځته کېدل غواړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه