Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عراق کې له تاوتریخوالي سره مل لاریون دوام؛ ۷ تنه وژل شوي

له عراقي امینتي ځواکونو سره د حکومت ضد لاریون کوونکو په تازه نښته کې، اوه تنه وژل او څه باندې ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

لاریون کوونکي چې له څو میاشتو راهیسې خپلو اعتراضونو ته ورکړې، په دغه هېواد کې د یوه نوي حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عراقي اعتراض کوونکو د وژل شویو شمېر څه باندې ۳۵۰ تنو ته رسېږي.

د کار نشتون، په حکومتي بنسټونو کې فساد او د خلکو لپاره د عراق د حکومت د خدماتو نشتون، د لاریون کوونکو اصلي نیوکې جوړوي.

په بغداد کې لاریون کوونکي وايي چې غواړي خپلو حقونو ته ورسېږي.

یوه اعتراض کوونکي وویل:«دا اعتراضونه سوله ییز دي او موږ دلته یوو څو خپلې غوښتنې مطرح کړو. دا لاریونونه پراخ دي. موږ د یوه هېواد غوښتونکي یوو، قسم یادوم چې هغوی موږ له منځه وړي.»

لاریون وال وايي که‎چېرې خپلو غوښتونو ته ونه رسېږي، له اعتراضه به لاس وا نه خلي.

یو بل لاریون کوونکی وايي:«موږ به د تحریر په څلور لارې کې پاتې شو. او خپلو سوله ییزو اعتراضونو ته به دوام ورکړو. څو خپلو غوښتونو ته ونه رسېږو. له لاریون به لاس وانه خلو، مهمه نه ده چې څومره موده نیسي.» 

لاریونونه د روان زیږدیز کال د اکټوبر له لومړنۍ نېټې پیل شوي. لاریون کوونکي د اعراق امنیتي ځواکونه پر معترضانو په مستقیمه توګه ډزو تورن وي. 

شریک یي کړئ