Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قرنطین په لړ کې د کورني تاوتریخوالي په اړه د اروپايي ښځو شکایتونه

د روغتیا نړیوال سازمان د قرنطین په لړ کې د کورني تاوتریخوالي په هکله د اروپايي ښځو د ۶۰ سلنه شکایتونو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دغه سازمان په وینا په اروپايي هېوادونو کې ښځې او ماشومان د کورني تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ شوي دي.

په کور کې د کورنۍ د ټولو غړو پاتې کېدل، له الکول او نشه يي توکو د کارونې زیاتوالی او اقتصادي ستونزې، د تاوتریخوالي د زیاتوالي علتونه ښودل شوي دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه وايي چې د بلجیم، بلغاریا، فرانسې، ایرلنډ، روسیې، اسپانیا، برېټانیا په ګډون له ډېریو هېوادونو د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مسوول هانس کلو په دې اړه وویل:«که څه هم معلومات خواره واره دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان غړي هېوادونه د ښځو د بیړنیو اړیکو چې د ژوند د شریکانو له خوا یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي، د روان کال اپرېل میاشت د تېر کال له ورته مهال له پرتلې سره د شپته سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.»

بلخوا د اسټرالیا او بنګله دېش په ګډون په ځينو هېوادونو کې د قرنطین محدودیتونه کم شوي دي.

له دې ډلې په بنګله دېش کې له کابو یوې نیمې میاشتې قرنطین وروسته، جوماتونه بېر ته پرانستل شوي خو لمونځ کوونکي باید خپل لاسونه وپوښي او ټولنیز واټن مراعات کړي.

په بنګله دېش کې یو له لومنځ کوونکي عبدالجلیل په دې اړه وویل:«د یوې نیمې میاشتې لپاره د جوماتونو له تړل کېدو وروسته، دا لومړی ورځ ده چې جومات بېرته پرانیستل کېږي او موږ په هغه کې لمونځ کوو. کله چې دروازې پرانیستل شي جومات ته به ولاړ شو او لومنځ به د واټن له مراعات کولو سره ادا کړو.»

په اسټرالیا کې حکومت ویلي چې د محدودیتونو د رفعه کولو لپاره باید یوه درې پړاویزه طرحه پيل کړي.

اسټرالیا تراوسه د کورونا ویروس  ۶،۸۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، خو د هغوی ډېری یعنې ۶۰۳۱ تنه ناروغان یې بېرته روغ شوي دي او یوازې ۹۷ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه وايي چې د بلجیم، بلغاریا، فرانسې، ایرلنډ، روسیې، اسپانیا، برېټانیا په ګډون له ډېریو هېوادونو د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله شکایتونه ترلاسه کړي دي

شریک یي کړئ