Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قزاقستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

په قزاقستان کې نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې، په دې ټاکنو کې اوو تنو نوماندانو ګډون کړی دی.

قزاقستان کې په داسې حال کې ټاکنې ترسره کېږي چې د دې هېواد ولسمشر، نورسلطان نظربایوف له دریوو لسیزو وروسته له واکه لیري شو.

اوس د دې هېواد وګړي هڅه کوي چې د مشرۍ په کچه بدلون رامنځته کړي.

 په همدې حال کې بیا یو شمېر قزاقستانیانو د دې هېواد ټاکنې تحریم کړې او هغه له درغلیو ډکې بولي.

د دغه هېواد یو اوسېدونکی څرګندوي:«شاید هېڅوک له ماسره همغږی نه وي، موږ به هېڅوک هم ونه ټاکو.»

خو یم شمېر هم د ټاکنو ترسره کولو په تړاو خوښ دي.

سره له دې داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ اوسنۍ سرپرست، قاسم توکایوف د نورو نوماندانو په پرتله ډېر پلویان لري.

یو تن رای ورکوونکی څرګندوي:«هر څوک وايي چې توکایوف، توکایوف د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ښه نوماند دی.»

قزاقستان له اتلسو میلیونو ډېر وګړي لري چې له ډلې یې یوازې ۱۱ میلیونه د رایو ورکولو پر شرایطو برابر دي.

شریک یي کړئ