Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۰ زرو زیاتې شوې

د قطر روغتیایي چارواکو د مالوماتو له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۰ زرو زیاتې شوې دي.

دغه هېواد کې یوازې د شنبې په ورځ(د غويي په ۲۷مه نېټه) ۱۵۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

قطر کابو ۲،۷ میلیونه نفوس لري او په هغو هېوادونو کې حسابیږي چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي.

خو قطر کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر بیا کم دی او د دغه هېواد د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۱۵ تنه مړه شوي دي.

همداراز د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

مکسیکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد کې  کرونا ویروس مثبتې بېښې ۴۷ زره او ۱۴۴ ته رسېدلي دی.

د برازیل د روغتیايي چارواکو د مالوماتو له مخې تر اوسه دغه هېواد کې هم د کرونا ویروس ۱۴زره او ۹۱۹ پېښې ثبت شوي دي او ۱۵ زره کسان هم مړه شوي دي.

د کووید نوولس ناروغۍ له کبله تر اوسه نړۍ کې ۳۱۱ زره کسان مړه شوي او څلور میلیونه او ۶۳۵ زره نور پرې اخته دي.

قطر کابو ۲،۷ میلیونه نفوس لري او په هغو هېوادونو کې حسابیږي چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ