Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له تاجکستاني ځواکونو سره نښته کې د پنځلسو داعشیانو وژنه

تاجکستاني چارواکي وايي چې ځواکونو یې له ازبکستان سره د دغه هېواد پولې ته نېږدې ۱۵ د داعش ډلې وسله وال وژلي دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي له داعشیانو سره نښته کې دوه تاجکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

له پېښې خپاره شوي انځورونه ښیې چې تاجکستاني ځواکونه له داعش وسله والو سره د دغه هېواد پلازمېنې دوشنبې په شپېته کیلومټرۍ د "رودکي" سیمه کې نښته کړې ده.

یاد وزارت ویلي چې ۲۰داعش وسله والو پولې ته نېږدې د تاجکستاني ځواکونو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي؛ خو ۱۵ تنه یې د دوی د پوځیانو لخوا وژل شوي او پنځه نور یې یوه کلي ته تر تېښتې وروسته، نیول شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې ده چې داعشیان د شپې په تیاره کې له افغانستان کې دغه هېواد ته وراوښتي وو.

په همدې حال کې د هېواد د کورنیو چارو وزارت هم مني چې داعشیان د هېواد په یو شمېر شمالي سیمو کې فعاله دي.

په لنډ وخت کې د امریکايي ویلسون بنسټ د آسیا برخې مسوول او څېړونکی، مایکل کوګلمن ویلي دي چې داعش په افغانستان کې د دغې ډلې تر ټولو مقاومه څانګه ده او د منځنۍ آسیا له هېوادونو یې هم جنګیالي جذب کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش په تاجکستان کې په برید لاس پورې کوي. تېر زیږدیز کال کې هم داعش وسله والو پر یو شمېر بهرنیو سیلانیانو برید کړی وو چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي وو.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوِ چي د داعش دلې دا وسله وال د افغانستان له خاورې وراوښتي دي

شریک یي کړئ