Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له چین نه بهر د کروناویروس پراختیا

په داسې حال کې چې له چین نه بهر د کرونا ویروس له کبله د کوید۱۹ ناروغي د پراختیا په حال کې ده، عراق کې هم پر یادې ناروغۍ لومړی کس مړ شو.

په داسې حالکې چې سویلي کوریا کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۶۰۰ کسانو ته رسېدلی، پولنډ هم پر یادې ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه ثبت کړه.

له هغه وخته چي د لومړي ځل لپاره په چین کې کرونا ویروس وپيژندل شو څلور میاشتې تیریږي او تراوسه دغه ویروس د نړۍ په څه د پاسه اویا هېوادونو کې خپور شوی دی.

له چین وروسته په ایران، ایټالیا او سویلي کوریا کې ډیر کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

په سویلي کوریا کې له ۵۰۰ زیات کسان تازه په دغه ویروس اخته شوي.

په ایټالیا کې تراوسه کابو اتیا تنه د کوید نولس ناروغۍ له امله مړه شوي او څه د پاسه ۲۵۰۰ نور په دغه ناروغۍ اخته دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو تخنیکي مسووله، ماریا ون کرکوو په دې اړه وايي:«‎هغه تجربې چې چین ترلاسه کړې باید له نورو هیوادونو سره شریکې شي، چین یو  عالي مثال دی.»

د هند روغتیايي چارواکي وايي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د شپاړسو ایټالیایانو په ګډون ۳۲ تنو ته رسیدلی دی.
د کرونا ویروس خپریدو د هند د راجستان ایالت د اوسېدونکو انديښنې راپارولې دي.

د آګرې اوسېدونکی، مهیما بانسال زیاتوي:«‎وضعیت ډیر ستونزمن شوی، په خلکو کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله ویره پیدا شوې ده، که څه هم سیلانیان د تاج محل او لال کلا په شان له تاریخي ځایونو لیدنه کوي خو په هغوي کې ویره موجوده ده، حکومت باید په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.»

ایرانیو چارواکو په دغه هېواد کې د کوید نولس ناروغۍ له امله د ۷۷ تنو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې ۱۵۰۱ تنه نور په  دغه ناروغۍ اخته دي.

خو د پارلمان ځینې غړي وايي واقعي شمېر له دې ډېر دی.

تراوسه په نړۍ کې څه د پاسه درې زره تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳ تنو ته رسیدلی دی.

شریک یي کړئ