Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسلمانان د کورونا ویروس په سیوري کې اختر ته چمتووالی نیسي

د نړۍ یو اعشاریه درې مېلیارده مسلمانان په داسې حال کې د کوچني اختر لپاره چمتووالی نیسي چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د نړۍ هېوادونه په کرنټین کې دي.

دغه وضعیت ته له پاملرنې سره، د نړۍ مسلمانان سږ کال به اختر له ځينو توپیرونو سره ولمانځي.

د ګڼې ګوڼې او د ټولنیز واټن د نه مراعات کولو له امله د ټولو ګواښونو سربېره، په ډېریو هېوادونو مسلمانان د اختریز توکو د پېرلو لپاره بازارونو ته وتلي وو.

په لیبیا کې چې د افغانستان په څېر په جګړه کې هم ښکېل دی او همدارنګه له کورونا ویروس سره مخامخ دی، دا پېرودنې تر ډېره د شپې له خوا ترسره کېږي.

په لیبیا کې د جامو د پلورنځي خاوند عارف البراسي په دې اړه وویل:«یقیناً سنږنی اختر به د تېرو اخترونو په توګه نه وي ځکه چې جګړه ده او کورونا ویروس هم موجود دی. د تېرو کلونو په پرتله وضعیت بدلون کړی. خو د هېواد او زموږ د خلکو لپاره ښې هیلې لرم.»

په اندونیزیا کې هم چې د اسلام تر ټولو ډېر نفوذ لرونکی دی هېواد دی، خلک د بازارونو ته ځي او ټولنیز واټن په پام کې نه نیسي. او ډېری حتا ماسک هم نه لري.

د اندونیزیا د پلازمېنې اوسېدونکې فریحه اسماعیل وايي:«زه بازار ته له تګه وېرېږم؛ خو بله چاره نه لرم. دا په دوو وروستیو اوونیو کې لومړی ځل دی چې بازار ته راغلې یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د اندونیزیا حکومت د هټیو د تړلو ترڅنګ اختریز سفرونه یې هم ممنوع کړي دي. 

له همدې امله د جاکارتا ښار پولیسو ځينې هغه هټۍ وال چې د کرنټين له مقرراتو سرغړونه کړې وتړي.

د جاکارتا د حکومت کنټرول رییس اټریانټو په دې اړه څرګنده کړه:«موږله خلکو غواړو چې له کورونو بهر نه شي؛ له همدې امله اوس د هغو کسانو په وړاندې چې مقررات په پام کې نه نیسي اقدام کوو.»

د ډېریو نورو اسلامي هېوادونو وضعیت هم د اندونیزیا او لیبیا په څېر دی.

د سعودي عربستان، قطر او کویت په ګډون په ځينو هېوادونو د اختر د ورځو لپاره پېرل ممنوع شوي دي او د اختر د ورځو لپاره ګرځ بندیز هم اعلان شوی دی.

شریک یي کړئ