Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوي ډيلي کې د هوا ککړتیا پر وړاندې د زده‌کوونکو اعتراضونه

د هند پلازمېنې، نوي ډیلي کې یو شمېر زده کوونکو له خپلو کورنۍ او استادانو سره په دې ښار کې د هوا ککړتیا پر وړاندې اعتراض کړی او غوښتنه یې د حکومت لخوا د هوا پاکوالي پر وړاندې د ګامونو پورته کول دي.

دغه ښار کې له دوو میاشتو راهیسې د هوا ککړتیا مخ په زیاتېدو ده.

یو تن اعتراض کوونکی وايي چې د پاکې هوا تنفس د دغه هېواد د ټولو وګړو حق دی.

هغه زیاتوي:«ما د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره اعتراض کړی دی، زما خوښیږي چې ژوند وکړم. دا زما حق دی، تاسې نشئ کولی چې ما له دې حقه بې برخې کړئ.»

 په دې اعتراضونو کې ګډون کوونکي ډاکټران هم د ککړې هوا په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

زده کوونکې، کاینا زیاتوي:«د نیالګیو کینولو لپاره دې ځایونه په پام کې ونیسي. هغه ډول چې دوی هر ځای کې کورونه جوړوي، سرک جوړوي، خو ونې نه کېنوي.»

په نوې ډيلي کې موټر او له لرګیو د سوند توکو په توګه استفاده د هوا د ککړتیا لامل ګڼل کېږي.

که څه هم د هند حکومت له کلونو راهیسې هڅه کوي، څو د نوي ډیلي د هوا ککړتیا راکمه کړي، خو کار یې پایله نه درلوده.

شریک یي کړئ