په داسې حال چې چین په دغه کې د کرونا ویروس د کنټرول خبر ورکوي، خو د نړۍ په نورو هېوادونو پر یاد ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر زیاتيږي.
په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د کوید نولس ناروغۍ قربانیانو شمېر له ۱۱۷ زرو زیات شوی دی او له ۴۲۵۰ تنو ډېر کسان مړه شوي دي.
په همدې حال کې داسې راپورونه شته چې تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا ویروس ککړ نېږدې ۶۰ زره کسانو درملنه هم شوې ده.
همداراز امریکا متحده ایالاتو کې د کوید نولس ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۳۰ تنه ته ورسید او له زرو نور پرې اخته دي.
له چین نه وروسته، ایران، سویلي کوریا او ایتالیا هغه هېوادونه دي چې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د راپورنو له مخې د ایران مذهبي مشر خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر، حسن روحاني دي د کرونا ویروس د مخنیوي بنسټ مشري په غاړه واخلي.
د بریټانیا د روغتیا وزارت مرستیال هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.